
د طالبانو جزایي اصولنامه
خپرندوی:- دبېنوا اداره – واشنګټن
د روان کال د جنوري پر دیرویشتمه یا څلېرویشتمه د طالبانو حکومت د محاکمو د جزایی اصولنامې په نوم د خپل امیر هبت الله اخوند یو فرمان خپور او په هماغه ورځ نافذ کړ؛ چي ښايي په نړۍ کي هیڅ مثال ونه لري.
د دې اصولنامې تر ټولو لوی عیب دا دی چي په لس ګونو داسي عبارات پکښي راغلي دي چي یوازي لوی او باسواده ملایان ورباندي پوهیږي. په داسي حال کي چي دا په اصطلاح اصولنامه د افغانستان د خلکو لپاره جاري سوې ده او باید چي ټول خلک ورباندي وپوهیږي، کنه نو څرنګه اوڅشي به عملي کوي اوله کومو شیانو څخه به ځان ژغوري.
د مثال په ډول:
حق الله تعالی: هغه حق دی چي ټولو وګړوته یې ګټه عامه وي او تر کوم شخص پوري خاص نه وي. د عظمت شان او ټولو وګړوته د شاملېدلو له وجهي نسبت یې الله پاک ته کیږي.
۲- حق العبد: هغه حق دی چي د فعل ترک اوتاوان یې شخص ته رسیږي او په ګټورو عمومي چارو پوري مربوط نه وي.
زه پخپله د دې دواړو په مفهوم پوه نه سوم. په کار خودا وه چي د حق الله او حق العبد څو مثالونه یې ورکړي وای څو موږ غوندي په اصطلاح امپړ خلک ورباندي پوه سوي وای. طالبانو یا د طالبانو لوی امیر د دغو پورتنیو او نورو دغه ډول لس هاوو مفاهیمو ترجمه په حاشیو کي په عربي ژبه کړې ده چي البته یوازي ملا هبت الله او د هغه نیژدی کسان به په وپوهیږي اوښايی د دوی مطلب هم دغه وي.
دا اصولنامه چي ښايی د بشري نړۍ په تاریخ کي تر ټولو تاریک او ظالمانه فرمان وي او په یویشتمه پېړۍ کي یې د ځنګله قانون بللای سو د طالبانو لپاره صرف د شرم خبره ده.
د ځنګله قانون یې ځکه بولم چي د دې اصولنامې د پنځمي صفحی په دوهمه کرښه کي راغلي دي چي هر مسلمان چي ګناه کوونکی په حقوق الله کي د ګناه په حالت کي وویني، د ګناه کولو په وخت کي د تعزیر ورکولو صلاحیت لري، ځکه چي دا د نهی عن المنکر له قبیلې څخه ده او د حد د جاري کولو صلاحیت نه لري.
اوس نو تاسی فکر وکړی چي لومړی خو حقوق الله سم تعریف سوي نه دي او ورپسې که د افغانستان ټولواوسېدونکو ته د سزا د جاري کولو حق ورکړو دا په ټولنه کي څه حالت راولي؟ دلته لږترلږه داهم نه دي ویل سوي چي سزا ورکوونکی یا تعزیرونکی شاهد یا شاهدانو ته اړتیا لري کنه.
احمد به پر محمود باندي لرګي را اخیستي وي، وهي به یې اووايی به چي محمود روژه خوړله او ما وواهه. دوهمه خبره دا ده چي تعزیر خو اندازه هم نه لري او محمود بېچاره به یې دونه وهلی وي چي یوه میاشت به یې له کاره غورځولی وي.
خبره اصلاً په دی کي ده چي حق الله د حق متعال ج پور دی. لکه لمونځ، زکات، روژه، حج او نور عبادات. د حق له پور سره د بنده کار نسته. حق متعال د هغه د پور د نه ادا کولو په صورت کي بنده ته په اخرت کي سزا ورکوي. او پر دې دنیا د هر فرض او واجب د قضا کولو او ترک وهلو لپاره کفاره موجوده ده. که لمونځ قضا کړي باید چي قضایی را ورګرځوي او که روژه قصداً وخوري باید چي په عوض کي ۶۰ روژې په متواتر شکل ونیسي. دا په ملا هبت الله اړه نه لري چي په خلکو په وچ زور یا لمونځ وکړي او یا روژه په ونیسی. که ډېر مجبورت سي نو خلک به یې اوداسه لمونځ وکړي او په پټه به روژه وخوري. ګواکي تطبیقول یې د طالبانو او د هغوی د لوی شیخ په وس پوره نه دي.
افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي په لوی لاس د ځنګله قانون نافذوي او ټولو اتباعو ته د یوه بل د سزا ورکولو حق ورکوي. په ټولي نړۍ کي اود بشریت په ټول تاریخ کي د سزا ورکولو حق یوازي حکومتي ادارو ته حاصل دی او دا یوازي د طالبانو اسلامي نظام یا اسلامي بې نظمي ده چي د نړۍ په ټول تاریخ کي د لومړي ځل لپاره خپلو ټولو اتباعو ته د یوه بل د وهلو او سزا ورکولو حق ورکوي.
په دې په اصطلاح اصولنامه کي تر ټولو ظالمانه او حتی وحشیانه برخه هغه ده چي د ګناه په مقابل کي یې د سزا ورکولو په برخه کي انسانان د هغوی دنیایی مقام او شته منیو په اساس وېشلي دي. څرنګه چي دوی خپله دغه اصولنامه شرعي بولي او د اسلام د دین پر اصولو یې بنا کوي او موږ پر دې خبري ایمان لرو چي د اسلام د دین رهنما کتاب قرآن شریف د حق متعال ج کلام دی. طالبان دانسته یا نادانسته حق متعال ته نعوذ بالله! د ظلم او د مال او مقام په اساس د امتیاز ورکولو او لحاظ کولو نسبت کوي. دوی دا هېره کړې ده او یا فکر کوي چي موږ خبر نه یو چي حق متعال په خپل کلام کي وايي:
اِنٌ اکرمکم عندالله اتقاکم. ستاسي تر ټولو پرهېزګار ماته ته تر ټولو قدرمن دی. او حق متعال د بنده ګانو په پرهېزګاري کي هیڅ ډول مادي او معنوي امتیاز ته قایل نه دی. هغه ته ټول انسانان یو شان دي او یوازي ښه بندګي او اطاعت او له بدو پرهېز ورته مطرح دی او د همدغو اصولو په اساس سزا اوجزا ټاکي.
د طالبانو امیر په خپله اصولنامه کي د عین ګناه او خطا په بدل کي مختلفو کسانو ته مختلفي سزا وي او د سزا ډولونه ټاکلي دي.
۱-- د علماوو او لوړ رتبه خلکو تعزیر: د مذکوره خلکو تعزیر د قاضي له لوري په داسي خبرداري سره دی! ماته خبر رسېدلی دی چي ته داسي او داسي . . . کارونه کوې.
( طبیعي خبره ده چي قاضي به دا خبره په ډېر ادب او عاجزي ورته کوي. ځکه چي که علماء وي خو سبا به په جومات کي اعلان وکړي چي قاضي وهابي سوی دی. کور به یې ورخراب کړي او که عالي رتبه مقامات وي نو بیا خو د قاضي صاحب ډوډۍ اوتنخوا په هغوی اړه لري سبا به وايی چي ته یې نه قاضي هغه بل یې قاضي)
۲ــ د اشرافو لکه د قبیلو مشرانو او تاجرانو تعزیر: د ذکر سویو خلکو تعزیر د قاضي له لوري په خبر ورکولو او محکمې ته په ورغوښتلو سره دی. ( یعني تاجر او د قبیلې مشر د ګناه په بدل کي له سزا څخه معاف دی!! دا ځکه چي هغه د قبیلې مشر او یا خان دی. دا هم منطق دي؟ )
۳ـــ د ټولني د متوسطو خلکو تعزیر: د ذکر سویو خلکو تعزیر محکمې ته په ورغوښتلو او په بندي کولو سره دی.
۴ــ د ټولني د ټیټو خلکو تعزیر: د ذکر سویو خلکو تعزیر په تهدیدولو او وهلو سره دی. البته که د وهلو تعزیر په نهايی اندازه کي وو لکه نهه دېرش دُرې بیا دي مجرم د بدن پر یوه ځای نه وهل کیږي. ( د دې وروستیو دوو مادو معنا دا ده چي عالم، عالي رتبه مامور، تاجر او د قبیلې مشر که ګناه کوي د هغوی خو حق دی. خواره غریبه ستا یې له خیره. ته ولي ګناه کوې؟ دا نه یوازي ظالمانه قانون دی. دا نه یوازي وحشیانه قانون دی بلکه د هغه خالق پر عدالت باندي څرګند بهتان دی چي موږ ته یې د اسلام د دین شرف او پر قرآن باندي د ایمان درلودلو نعمت را په برخه کړی دی)
که له ملاصاحب څخه پوښتنه وکړې چي دا احکام دي له کومه کړي دي نو دی سمدستي پر درالمختار، ردالمختار، فتاوای هندیه او فتاوی قاضي خان باندي حواله ورکوي. او دا کتابونه هم د ده په څېر نورو ملایانو لیکلي دي چي د خپلو احکامو لپاره یې نه پر قرآن او نه پر معتبرو احادیثو باندي استناد کړی دی.
په داسي حال کي چي د قرآن شریف د سورة المایدة په دریم آیة کي صراحت سوی دی:
الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دیناً الآیة
دغه نن مي ستاسي لپاره ستاسي دین بشپړ کړ او پر تاسي باندي مي خپل نعمت تکمیل کړ او ستاسي لپاره مي د اسلام دین منظور کړ . . .
زموږ دین اسلام دی او هغه د پورتني آیة مبارک په استناد تکمیل سوی دی. که حضرت رسول ص غوښتي وای چي موږ د خپل دین لپاره نور کتابونه ولرو نو هغه د علم ښار وو پخپله به یې کتابونه لیکلي او یا توصیه کړي وای. په داسي حال کي چي لوی ملا ته دا معلومه ده چي حضرت رسول ص د احادیثو د لیکلو اجازه هم نه ورکوله ځکه چي ده ویل مسلمانان یوازي یو کتاب لري او هغه قرآن دی. او دغه علت دی چي د احادیث غونډول او لیکل کېدل د حضرت رسول ص له وفات څخه څه باندي ۲۰۰ کاله وروسته پیل سول.
ملایانو چي هر څه لیکلي دي هغه د دوی خپل نظریات دي او موږ ته یوازي هغه نظریات او عقاید مهم دي چي له قرآن شریف سره مطابقت ولري نه د لوی ملا خبري.
په نهمه صفحه کي یوولسمه ماده دوهم جزء:
په حقوق الله کي د تعزیر تطبیق هغه وخت لازم دی چي د جاني ( جنایتکار) اصلاح له تعزیر پرته ممکن نه وي. که اصلاح یې بې له تعزیره شوې وي یعني د توبې آثار پرې ښکاره شي نو قاضي کولای شي چي تعزیر یې ترک کړي.
دلته معلومیږي چي زموږ لوی ملاصاحب، چي ماشاءالله شیخ القرآن والحدیث دی، د ګناه او جنایت په توپیر نه پوهیږي. یا ښايی دی دواړه یو شان بولي.
ګناه: د حق متعال له احکامو څخه سرغړونه او د فرایضو قضاکول یا ترک وهل دي. څرنګه چي دلته حساب یوازي د خدای او بنده ترمنځ دی نو سزا یې هم د خدای له خوا ټاکله کیږي او هغه معمولاُ په آخرت کي وي. په حقوق الله کي د سستۍ کولو او یا حتی ترک وهلو سزا په انسانانو اړه نه لري.
جنایت: د دولت د قوانینو په خلاف عمل دی او یا هغه عمل دی چي د ټولني یوه فرد یا افرادو ته یې زیان ورسیږي لکه غلا، قتل، رشوت، د پور نه تادیه کول او باندي پښېمانه کېدل، د چا د جایدادونو غصبول او نور.
دا ټول هغه اعمال دي چي د سزا وړ دي او حکومتونه مکلف دي چي د ټولني د افرادو د حقوقو د خوندي کولو په منظور جنایتکارانو ته سزا ورکړي.
په حقیقت کي هر جنایت په خپل ضمن کی ګناه هم ده مګر هره ګناه جنایت نه سی بلل کېدلای. غلا، قتل، غصب، په چاړه وهل یا په دروغو پر یوه مسلمان باندي شاهدي ویل او داسی نور اعمال هم جنایتونه دي او هم ګناهونه شمېرل کېدلای سي. مګر روژه خوړل، لمونځ نه کول، زکات نه ورکول او حج ته نه تلل ګناهونه دي مګر جنایتونه نه دي.
د یوه حکومت یا یوې ادارې په اصولنامه کي چي د ګناه او جنایت، چي د حقوقو او قضا یو له تر ټولو مهمو بحثونو څخه دی، توپیر نه وي سوی او دواړو ته په یوه سترګه کتل سوي وي نو سړی به له هغي ادارې او د هغوی له اصولنامې څخه تمه ولري؟
په هر صورت؛ په دې په اصطلاح اصول نامه کي، چي ښايی په نړۍ کي چنداني ساری ونه لري، دونه تیمګړتیاوي او خطاوي موجودي دي چي سړی یې صرف د نړۍ تر ټولو ظالمانه، بې مسوولیته اووحشیانه فیصلې بللای سي. دا اصولنامه نه شرعي ده او نه هیڅ ډول قانوني حیثیت لري. او دا چي طالبانو پر دې اصولنامه باندي انتقاد او له هغې سره مخالفت له شریعت سره مخالفت بللی دی. په حقیقت کي هغوی هم له شریعت څخه سرغړونه کړې او هم یې ځانونه د افغانانو او جهان ریشخند کړي دي.
زما له ټولو هغو افغان لیکوالانو، شاعرانو، ژورنالیسټانو او محققینو څخه دا غوښتنه ده چي د طالبانو د دې ظالمانه قوانینو اواعمالو په مقابل کي بې تفاوته پاته نه سي او خپل افغانان او نړۍ وال د طالباني رژیم دې اعمالو ته چي افغانستان ورځ تر بلی تیارې ته بیایی متوجه کړي او په دې توګه له خپلو هغومظلومو وطنوالو سره چي د ناروا بین المللی سازشونو له لاري یې افغانان د طالبانو منګولو ته سپارلي دي مرسته وکړي.
زه به په دې برخه کي، له خپل بندګي وس او طاقت سره سم، خپلو لیکنو او پر حق اعتراضونو ته دوام ورکوم.
د طالبانو جزایی اصولنامه چي اصلاً باید د سزا لایحه بلله سوې وای متخلفینو ته د سزا ورکولو په برخه کي دومره سخت احکام لري چي سړی نه پوهیږي دا سزاوي یې په کوم اساس ټاکلي دي. یوازینی حکم چي سړی یې کولای سي هغه به دا وي چي دا اصولنامه یا سزا نامه د سادیزم د ناروغانو انتقامي احکام وبولو. په دې لایحه کي هبت الله خپل ځانته د امام لقب ورکړی او د وروستي حکم د صادرولو او قاضي ته د حکم د عملي کولو صلاحیت یې اخیستی دی. او په سزا نامه کي زیاتره د امام له اذن یا اجازې سره مخامخ کیږو. دا باید ووایو چي د امام مقام د افغانستان د تاریخ په ټرمینالوجي کي بیخي نوې کلمه ده او زموږ لوی ملاصاحب له اېران څخه کاپي کړې ده. دا مقام د امیرالمومنین تر درجې لوړ دی او کټ مټ د یوه پیغمبر په څېر په ټولو چارو کي تام اختیارات او حتی د بېګناه خلکو د وژلو صلاحیت اوواک لري.
په یوولسم مخ کي څوارلسمه ماده:
۱ــ که عامه ګټي د لاندي مجرمینو په مرګ خوندي کېدلی، مصلحتاَ د امام په اذن سره تعزیراَ وژل کېدلای سي.
۱ـــ پر فساد دوام کوونکی ( چي باید د فساد یو یا څو مثالونه ورکړه سوي وای)
۲ــــ ساعي بالفساد ( بیا هم مثال ته ضرورت وو )
۳ــ په درانه شي قتل کوونکی ( که څوک په سپک شي قتل وکړي هغه ډېر اهمیت نه لري!)
۴ـــ د اسلام خلاف د باطلي عقیدې دفاع کوونکی.
۵ ـــ د اسلام خلاف باطلي عقیدې ته دعوت کوونکی ( د مبتدعینو او مفسدینو مشران او روزونکي)
۶ــ کوډګر ( ساحر)
۷ــ زندیق.
موږ پر قرآن شریف باندي ایمان راوړی دی او په هغه مقدس کتاب کي د تعزیر کلمه نسته. تعزیر په وروسته کي فقهاوو او دیني عالمانو منځته راوړی دی او لغوي معنا یې غندل، ملامتول، سرزنش کول، ادب یا تأدیب کول او وهل دي. خو څرنګه چي ملا هبت الله ځانته د امام صلاحیت ورکړی دی او قدرت او صلاحیت یې هیڅ ډول سرحد نه لري او حتی خلک د خپل مخ د لیدلو لایق نه ګڼي نو یې تعزیر د اعدام سرحد ته رسولی دی او هغه هم په داسي چارو کي چي ښايي هیڅ دیني اصول او مدني قوانین اجازه ورنه کړي او یوازي د ده طالبان یې ورسره منلای سي.
په قرآن شریف کي د اعدام یا وژل کېدلو سرا یوازي او یوازي د یوه بل تن د وژلو یا قتلولو په بدل کي راغلې ده. قاتل ته نه یوازي د قتلېدلو بلکه په آخرت کي هم په دوږخ کي، د یوه مشرک په څېر، دایمي اور راغلی دی.
حق متعال ج په قرآن شریف کي د هر جرم اوجنایت لپاره د سزا حدود ټاکلي دي او د دې حدودو په اجرا کولو او عملي کولو کي یې د دومره احتیاط څخه د کار اخیستلو امر کړی دی چي له هغو حدودو څخه یې تېری ظلم او حتی کفر بللی دی.
و من یعص الله و رسوله و یتعد حدوده یدخله ناراُ خلداً فیها و لهُ عذاب مهین. سورةالنساء آیه ۱۴
ترجمه: هغه څوک چي د الله او د هغه د رسول څخه عصیان کوي او د هغوی له حدودو څخه تېری کوي هغوی به د تل لپاره په اورکي لویږي اوهغوی ته به توهیونکی عذاب ورکول کیږي.
او په بل آیة کي راغلي دي:
و لم یحکم بما انزل الله فاولک هم الکفرون. سورة المایده آیة ۴۴
څوک چي د الله د نازل سوي کتاب په مطابق حکم نه کوي هغه کافران دي.
اوس دي نو څوک وښيي چي په قرآن شریف کي یا د زندیق، یا د کوډګر او یا د مفسد لپاره د مرګ سزا راغلې ده. او که چیري څوک په ګومه ګناه نیول کیږي او امام!! ؟ځانته د تعزیري سزا د ټاکلو اجازه ورکوي نو تعزیر خو موږ ترجمه کړ او په هغه کي د مرګ سزا یا د ملایانو په څېر تر مرګه وهل او معیوبول راغلي نه دي.
په قرآن شریف کي د زندیق لپاره نه یوازي د وژلو حکم نسته بلکه سزا ورته ټاکله سوې نه ده او یوازي په آخرت کي سزا ورکوله کیږي. په دې برخه کي چي هر چا حکم صادر کړی دی د حق متعال له ټاکلو سویو حدودو څخه یې تیری کړی دی. دا خبره باید وکړو چي هیڅ څوک تر الله لوړ صلاحیت نه لري او چاچي وروسته خپل حکمونه کړي دي او یا یې جعلي احادیث جوړ کړي هغوی د الله له حدودو څخه تېری کړی دی. دې آیة ته ځیر سی:
ان الذین کفروا بعد ایمانهم ثمً اُزدادوا کفراً لن تقبل توبتهم و اولءک هم الضالون. آل عمران آیة ۳
ترجمه: هغه کسان چي له ایمان راوړلو څخه وروسته کافران سي او وروسته پر کفر باندي زیادت وکړي د هغوی توبه ته قبلیږي او هغوی ګمراهان دي.
موږ ګورو چي له ایمان راوړلو او مسلمان کېدلو څخه وروسته بیرته کافرکېدلو او پر کفر باندي د زیادت کولو لپاره په دې دنیا کي هیڅ سزا نسته بلکه حق متعال هغه سړي ته په آخرت کي د خپل بد عمل او ګمراهی سزا ورکوي. خو هبت الله، د خپلو کتابونو په اساس، چي د ده په څېر یوه بل ملا به لیکلي وي، د اعدام سزا ورکوي او په لوس لاس د حق متعال له ټاکلو حدودو څخه تېری کوي. او د مبارک آیة په حکم خپل ځان کافر کوي.
په بل أیة کي راغلي دي:
ان الذین ارتدوا علی ادبارهم من بعد ما تبین لهم الهدی الشیطن سول لهم و املی لهم.. . . سورة محمد آیة ۲۵
ترجمه: هغه کسان چي له ایمان راوړلو وروسته مرتد سي هغه شیطان لمسولی دی او د دروغو وعدې یې ورکړي دي.
موږ بیا هم ګورو چي مرتد لره پر دې دنیا سزا ته هیڅ اشاره نه ده سوې بلکه د هغه سزا پخپله حق متعال ج ورکوي او یوازي دونه قدر ویل سوی دی چي هغه شیطان غولولی دی.
حتی په قرآن شریف کي د هغه چا لپاره چي له ایمان راوړلو څخه وروسته کافر سي، بیرته ایمان راوړي او بیا هم کافر سي او پر کفر باندي زیادت هم وکړي د دنیایی سزا یادونه نه ده سوې بلکه حق متعال وايی چي د هغه لپاره بخښنه نسته او الله هغه ته هدایت نه کوي.
ان الذین آمنو ثم کفروا ثم آمنو ثم کفروا ثم ازدادوا کفراً لم یکن الله لیغفر لهم و لا لیهدیم سبیلا. سورة النساء آیة ۱۳۷
آیا دا امکان موجود وو چي حضرت پیغمبرص دي د حق متعال له دومره څرګندو آیتونو او احکامو سره سره بیا هم د یوه زندیق لپاره د وژل کیدلو د سزا غوښتنه کړې وي. ځکه نو موږویلای سو چي هغه احادیث چي حکم یې له قرآن شریف سره څرګند تضاد ولري د اعتبار وړ نه دي بلکه وروسته جوړ سوي او جعلي احادیث دي چي د هغو په اساس ملایانو په وروسته کي خپل کتابونه لیکلي دي.
د طالبانو د اصولنامې په همدغه یوولسم مخ کي وروسته د اسلام خلاف باطلي عقیدې ته دعوت کوونکي ( د مبتدعینو یا بدعت ګرانو او د هغوی مشرانو د مرګ سزا اعلان سوې ده). که څه هم چي په متن کي یې د مبتدع کلمه توضېح کړې نه ده خو په حاشیه کي یې په عربي ژبه ورته لیکلي دي (۲) که بدعت کفر وي نو په هغه صورت کي دي بدعت ګر په عام محضر کي ووژل سی او که بدعت ګر فاسق او د فسق د خورېدلو سبب ګرځي نو په عام محضر کي یې قتلېدل جایز نه دي خو د هغوی ښوونکي، مشران او امامان دي د فسق د مخنیوي په غرض ووژل سي.
اوس به نو سړی یوازي حنفی مذهبه سنیان اصلي مسلمانان بولي او که چا د نورو مذاهبو لپاره تبلیغ کاوه هغه به په مرګ محکومیږي. دا مو باید په یاد وي چي په افغانستان کي لږترلږه ۱۵ فیصده یا لس فیصده اهل تشیع او اسماعیلیان اوسیږي او حنفی مذهبه علماء هغوی ته د کافرانو په سترګه ګوري. ګواکي د طالبانو امام د افغانستان د زیات و کم ۵ میلیونو انسانانو د قتلولو حکم صادر کړی دی. که د هبت الله دا فتوا د عمل جامه واغوندي نو زه یقین لرم چي هټلر به ګوته په غاښ ورته ونیسي. پر اهل تشیع باندي د حنفیانو له خوا د کفر د فتوا د صادرېدو خبره زما نه ده بلکه د حنفي ملایانو او زموږ د طالبانو د فتاوا معتبر کتابونه وایی:
فتاوای محمودیه، چي د شیخ الهند محمود ابوالحسن تالیف دی او ټول حنفی مذهبه کسان هغه ته په احترام قایل دي، د څلورم جلد ۲۱ مخ کي راغلي دي چي شیعه کافر دی او د هغه په کفر کي هیڅ شک نسته.
د همدغه کتاب په ۲۳ مخ کي راغلي دي: د سنی او شیعه نکاح نه کیږي.
د همدغه کتاب په ۲۷ مخ کي راغلي دي: د شیعه د لاس ذبیحه ( یعني د شیعه په لاس حلال سوی حیوان ) مرداره ده.
د همدغه کتاب په ۲۸ او ۲۹ مخونو کي راغلي دي چي شیعه کافران دي له هغوی سره د اړېکو ساتل ناروا دي.
البته اهل تشیع هم په خپلو معتبرو کتابونو کي د اهل سنة و الجماعة په نوم دغه ته ورته او تر دې هم سخت احکام لري.
په تکرار سره باید ووایم چي له انسان څخه د ژوند د حق اخیستل اواعدامول تر ټولو سخته سزا ده او حق متعال یوازي د قصاص يه صورت کي د هغه امر کړی دی خو زموږ ملاصاحب، چي د امیر المومنین په لقب یی قناعت نه وو حاصل سوی او د امام لقب یې هم خپل کړی دی، څومره ژر او څومره پر خپل سر دا سخته سزا اعلانوي.
تاسي لوستونکي فکر وکړی چي که د دنیا په یوه بل کونج کي، چي، د اسلامي علماوو د اختلافاتو له برکته، ماشاءالله د مسلمانانو د فرقو شمېر تر حساب تیر سوی دی، یوې بلي مذهبي فرقې د حنفیانو په باره کي دغه ډول ظالمانه او غیر انسانی فتوا صادره کړې او یا یې صادره کړي، زموږ محترم امام به څه وايی او د مسلمانانو په نړۍ کي به څه قیامت نه وای جوړ سوی او یا به جوړ نه سي.
که همدغو، په اصطلاح، مذهبي علماوو له لومړي سره، زموږ ساده مسلمانانو په څېر، یوازي یوه قرآن ته عقیده درلودلای، نن به نه یوازي اسلامي نړۍ او په مجموع کي اسلام، له ستونزو او بالآخره له زوال سره مخامخ نه وای بلکه د نړۍ تر ټولو غښتلی، یو موټی او په ځان باوري مذهب به وای. له بده مرغه چي د اسلام مذهب او اسلامي نړۍ د همدغو جاهلو امامانو له لاسه ورځ په ورځ مخ پر زوال روانه ده.
زه به مړ یا به ژوندی یم. دا خبره په ډاګه درته کوم چي که همدغه امام او دغه اصولنامې وې نو تاسي به وګورۍ چي ژر یا وروسته به په پوهنتونونو کي ټول عصري علوم غیر جایز او کفري اعلان کړي او یوازي به افغانستان پاته وي او حقانیه مدرسې. دا د پټي سر دی پټی ورورسته سورور دی.
زه یو ځل بیا په بهر کي اوسېدونکو افغان لیکوالانو او محققینو ته خواست کوم او لمن ورته غوړوم چي د دې وحشیانه اصولنامې پر ضد بېکاره مه کښېنۍ او لیکني وکړی، د نړۍ والو توجه ورته راواړوی، له هري خوا فشارونه راولی او په هیواد کي د خپلو خویندو او وروڼو د نجات لپاره لاس په کار سی.
د طالبانو جزایي اصولنامه نه افغاني او نه اسلامي ده بلکه له سره ترپایه د امام اطاعت او د افکارو بېرحمانه کنټرول او له خلکو څخه د فکر او عمل د ارادې سلبول دي، چي ښايي په دې رواني یوویشتمي پېړۍ کي په نړۍ کي چنداني ساری ونه لري. د دې اصولنامې ډېر لوی عیب په دې کي دي چي نه یوازي له خلکو څخه د فکر کولو او ارادې خدايي حق سلبوي بلکه د ټولني له ټولو خلکو څخه انتظارلري چي پرته له تنخوا او حکومتي وظیفې د هغوی خدمت او حتی د خپلو مظلومو وطندارانو جاسوسي وکړي. دوی یوازي له خلکو څخه د جاسوسي کولو غوښتنه نه کوي بلکه که یې جاسوسي ورته ونه کړه په درنه سزا یې محکوموي.
د دې په اصطلاح اصولنامې یا سزا نامې په دوولسم مخ کي راغلي دي:
څلېرویشتمه ماده:
« که یو شخص د نظام د مخالفینو تخریبی مجلسونه او مشورې ویني یا علم پرې ولري خو نه یې پر خلاف پخپله اقدام کوي تو نه د امارت اړوند ادارو ته خبر ورکوي لیدونکی او علم لرونکی شخص مجرم دی، قاضي دي هغه په دوه کاله حبس محکوم کړي»
دا حکم ځکه طالبانو ته د یوه آیة او معتبر حدیث حیثیت لري چي د هبت الله په څېر یوه بل ملا چي ابوزهره نومیږي دا حکم صادر کړی دی او وايی چي که د دولت غلیمانو تخریب کاوه او ده منع نه کړل او یا یې مسوولو مقاماتو ته اطلاع ورنه کړه نو د فقهی په اساس باید سزا وویني.
دغه ډول یوه ظالمانه ماده د جهان د هیڅ یوه هیواد د جزا په قانون کي وجود نه لري او یوازي د هبت الله قانون یې منلای او عملي کولای سي. تاسي فکر وکړی چي یوه تن ته یوزاي د حکومت د اعمالو په باره کي د خلکو د تبصرو اورېدلو او اقدام نه کولو او یا مسوولو مقاماتو ته د رپوټ نه ورکولو سزا دوه کاله حبس وي نو د هغو کسانو د سزا په باره کي تاسی پخپله اټکل کولای سی چي د طالباني نظام په باره کي یې منفي خبري کړي وي.
طالباني نظام او هبت الله ټول هغه کسان مخربین او غلیمان بولي چي یا د طالبانو د دریو څلورو ودونو، یا د هغوی د بنګلو او جایدادونو، په پاکستان او دوبۍ کي د هغوی د تعمیرونو او رشوت اخیستلو او یوازي ملایانو ته د هیواد د ټول واک د سپارلو په باره کي کومه تبصره وکړي. په دې حساب ګواکي یوازي دوی په هیواد کي د ژوند او عیش کولو حق لري او د هیواد ټول وګړي باید د دوی په چوپړ کي وي.
تر دې لا، په همدغه مخ کي راغلې، شپږویشتمه ماده ظالمانه ده چي وايی په افغانستان کي د حنفي مذهب مقلدین نشی کولای چي د حنفی مذهب څخه ووځي. که څوک ووځي او قاضي ته ثابته شي دوه کاله حبس دي ورکړي.
د دې حکم حواله یې هم طبعاَ د بوه بل ملا پر یوه عربي کتاب ورکړې ده او هغه وايی چي د دې کار لپاه مشخصه سزا نسته خو تر ۳۹ دُرو پوري یې سزا ورته ټاکلې ده.
لومړی خو داسي څوک چنداني نه پیدا کیږي چي مذهب دي تغییر کړي. ځکه چي په مذهب څوک نه پوهېږي نو ولي به یې بدلوي. زه پخپله ځکه حنفی یم چي پلار، مور، ټول مشران اوبالآخره ټول ښار مي حنفی وو. چا به پوښتنه راڅخه وکړه چي د چا په مذهب یې ما به ویل چي د امام صاحب. ما چي ویل ټول مسلمانان د امام صاحب په مذهب دي وروسته پوه سوم چي زموږ په څېر نور درې مذهبونه هم سته. هغوی هم پر حق دي او هغوی هم ټول زموږ په څېر سنیان دي. زه ګومان نه کوم چي د افغانستان یو فیصد خلک دي هم په دې پوه سی چي دوی ولي حنفی مذهب غوره کړی دی او د نورو دریو سنی مذاهبو نقص په څشي کي دی.
البته د اسلام د دین په باره کي خبره داسي نه ده. هر عادي سړی په دې پوهیږي چي دی ځکه مسلمان دی چي خدای یو بولي، حضرت رسول ص یې پیغمبر دی. پر قرآن شریف باندي یې ایمان راوړی دی. پنځه وخته لمونځ کوي، ږیره لري، روژه نیسي او له ناروا څخه ځان ساتي. هغه نورو دلایلو او د اسلام د دین پر حق ثابتولو ته نه ضرورت لري او نه څوک پوښتنه ورڅخه کوي. هغه په دې پوهیږي او پر دې خبري ټینګه عقیده لري چي که له اسلامه واوړي او بل دین غوره کړي نو ځای به یې تر ابده پوري دوږخ وي. زه یقبن لرم چي د یوه عادي بزګر او دوکاندار اسلامي عقیده به تر هرډول ملا او امام ټینګه هم وي.
یوه قصه ده چي وايی یو وخت امام فخرالدین رازي له یوه بزګر سره مخامخ سو چي په خپله مځکه کی په کارلګیا وو. امام له هغه بزګر څخه پوښتنه وکړه چي خدای پېژنې. هغه ورته وویل بېشکه یې پېژنم. خدای یو دی شریک نه لري. امام فخرالدین رازي ورته وویل چي ما د خدای د وحدانیت د اثبات لپاره ۱۰۱ دلیله ویلي دي. بزګر ورته وویل چي تاته ۱۰۱ ځله شک درپیدا سوی دی. زه چي په زړه کي هیڅ شک نه لرم نو ځکه یې یو او لاشریک بولم. امام ورته وویل بېشکه چي زما تر عقیدې ستا عقیده ټینګه ده.
فتاوای دارالعلوم دیوبند، چي باید د طالبانو لویه دیني مرجع وي. که څه هم چي د دوی اکثریت د پاکستان د حقانیه مدرسې څخه فارغ سوي دي خو اوس هم د دیوبند مدرسې ته د قدر په سترګه ګوري. فتاوای دارالعلوم دیوبند د څلورم ټوک په ۱۷۵ مخ کي د څلورو سني مذهبونو په باره کي لیکي:
« څلور واړه امامان په خپل خپل مذهب کي پر حق دي او د دوی اختلاف د اختلاف امتي رحمة د قبیلې څځه دی. په دې وجه د هر مذهب پیرو ته په کار دي چي خپل مذهب صواب محتمل د خطا وګڼي او د بل امام مذهب خطا محتمل د صواب وګڼي»
لومړی خو باید دا حدیث جعلي وي چي اختلاف امتي رحمة ( زما د امت په منځ کي اخلاف رحمت دی) ځکه چي حضرت رسول ص ویل چي په آخره زمانه کي به زما امت پر ۷۲ فرقو ووېشل سي او په هغو ۷۲ فرقو کي به یوازی یوه فرقه جنت ته ځي. دا خبره خو په هر صورت.
اوس نو لومړی د دیوبند د فتاوا دا پورتنی عبارت پخپله له تناقضاتو څخه ترکیب دی. که څلور واړه امامان په خپل مذهب کي پر حق وي نو زه به د داسي یوه سړي په حیث چي په خپل مذهب مي سر نه خلاصیږي څرنګه د یوه فقیه امام مذهب خطا بولم او دلیل به مي څه وي؟ ځکه چي فقهی خو ټولي د قران اوحدیث پر تعبیر او تآویل ولاړي دي. طبیعي خبره ده چي هر فقیه تر ما په آیات او حدیث بهتر پوهیږي. د هغوی ژبه عربي وه او په عربي یې کتابونه لیکلي وه او د هر لغت او کلمی یې شل ډوله تعبیرونه کولای سوای. زموږ بېچاره ګانو عربي ژبه له سره زده نه ده نو تعبیر اوتآویل خو بیخي بېله خبره ده.
که څلور واړه امامان پر حق وي نو ما دا صلاحیت له کومه کړ چي خپل مذهب پر حق او نور درې واړه مذهبونه خطا وګڼم. او که څلور واړه امامان پر حق دي نو قاضي ته دا حق چا ورکړی دی چي ما له یوې سمي لاری څخه بلي سمي لاري ته د اوښتلو له کبله په دوه کاله حبس محکوم کړي. نو یا خو د دېو بند د دارالعلوم له تناقضه څځه ډک عبارت غلط دی او طالبان یی باید رد کړي او یا د ملا هبت الله دغه فیصله، د هغه د نورو فیصلو په څېر، غیر شرعي، غیر افغاني او غیر انساني ده.
په افغانستان کي د طالبانو د دوهم ځل قدرت ته رسېدلو څخه تفریباً څلور نیم کاله تېر سوي دي او اوس هم نجوني له تعلیم څخه محرومي دي او حتی د لوړو زده کړو وزیر ملا ندیم خو په یوه بیانیه کي وویل چي د نجونو د تعلیم د پیل کېدلو په باره کي پوښتنه کول هم ناجاېز او ممنوع دی. ځکه چي ملا هبت الله د نجونو تعلیم تر امر ثاني پوری بند کړی دی نو پوښتنه کول یې هم تر امر ثاني پوري منع ده.
خو په دوحه کي له امریکایانو او نورو غربي هیوادونو سره د خبرو او مذاکراتو لپاره د هغوی ریاکار استازي سهیل شاهین له یوه امریکايی خبریال سره په منتهی سپین سترګي اعتراف وکړ چي د هغه دوې لوڼي په دوحه کي ښوونځي ته ځي خو حجاب رعایتوي. په داسي حال کي چي په افغانستان کي د نجونو پر حجاب باندي هیڅ جا اعتراض نه دی کړی او طالبانو د نجونو د حجاب لپاره له سره شرط ایښی نه دی بلکه کرټ یې بند کړی دی. په داسي حال کي چي همدا اوس د سهیل شاهین په څېر نورو ریاکارو طالب مشرانو پېغلاني لوڼي په پاکستان او دوبی کي تحصیل کوي. خو پر افغانو نجونو باندي یې د ښونځیو دروازې تړلي دي.
زه طالب مشران نه ملامتوم ځکه چي دوی پخپله خپل منطق نه لري او څه چي ردالمختار او فتاوا ورته لیکلي وي هغه مني. که څه هم چي هغه لیکني هم د دوی په څېر له دنیا بې خبرو ملایانو کړي دي. د فتاوای محمودیه د شپږم جلد په ۶۶ مخ کي له مفتي محمود څخه پوښتنه کیږي، یا دی پخپله له ځان څخه پوښتنه کوي ،چي ښځو ته سواد ښودل جایز دی او کنه دی. ځکه چي په بهشتي زیور کي یې راوړي دي چي ښځو ته غیر مذهبي تعلیم ورکول او حتی قلم په لاس کي ورکول نا روادي . مفتي محمود په ۶۷ مخ کي جواب ورکوي:
« په پاک حدیث کي یې په یوه ځای کي راوړي دي چي ښځو ته لیک لوست ښودل منع دی او په بل خای کي یې راوړي دي چي ښځو ته دي په هغه صورت کي سواد وښودل سي چي د ق
فتنی د پیدا کېدلو خطره نه وي او هغه دي د ضرورت په اندازه ورته وښودل سي تر څو چي هغه د کور د چارو په اجرا کولو کي کار ورڅخه واخلي. دغه راز نجوني کولای سی چي د خپلو پلرونو، وروڼو، کاکاګانو، د پلار له پلار او یا د مور له پلار څخه زده کړه وکړي او دیني تربیه ترلاسه کړي. او که چیری نجوني مکتب ته ځي او هلته له نامحرمو څخه د مخ د پټولو ترتیبات نه وي نو بیا له ښونځي څخه د هغوی منع کول ضروري دي»
خو موږ ګورو چي په قطر کي د طالبانو استازی سهیل شاهین د دغو شرعي احکامو له رعایت کولو څخه معاف دی او زه یقین لرم چي سهیل شاهین به یوازینی طالب مقام نه وي چي د هبت الله اصولنامه نه ورباندي تطبیقیږي بلکه هبت الله به داسي ډېر نور نازولي لري چي دغه ډول ناروا امتیازات به تر لاسه کوي.
مخکي مو وویل چي طالبان د ګناه او جنایت په توپیر نه پوهیږي اویا قصداً ځانونه نه پوهوي. ګناه د هر بنده خپل شخصي کار دی او که چاته تاوان ونه رسوي او حقوق العبد تر پښو لاندي نه کړي هغه ته د حقوق الله د نه رعایت کولو سزا په آخرت کي ورکوله کیږي. د لمانځه قضاکول، یا یو مخ پرېښودل، د روژې خوړل، زکات نه ورکول او حج نه کول د حق متعال ج حقوق دي او هغه له بنده سره خپل حسابونه لري. څوک چي پر ځان باندي د آخرت عذاب مني هغه یې خپل اختیار دی. د ملا او هبت الله وظیفه خلکو ته د سمي لاري ښودل دي که څه هم چي په قرآن شریف کي په دې باره څو ځایه صراحت سوی دی چي هدایت د خدای تعالی له جانبه دی او چي هغه ذات چاته هدایت نه وي کړی هیڅ څوک یې پر لار کولای نه سي.
خو د اصولنامې یا سزا نامې په نولسم مخ کي په یو څلوېښتمه ماده کي راغلي دي:
۱: که یو مکلف مسلمان د روژې په میاشت کي له عذر پرته قصداً روژه وخوري، قاضي دي هغه په شل ۲۰ درو وهلو سر بېره په دوه میاشتي حبس محکوم کړي.
هبت الله دا حکم هم، د خپلو نورو احکامو په څېر، له فتاوای الانقرویه، فتاوای الهندیه او قتاوای التاتاریه څخه را اخیستی دی. چي طبیعی خبره ده هغه به هم د ده په څېر ملایانو ترتیب کړي وي.
کله چي په قرآن شریف کي د روژې د قصدي خوړلو په برخه کي د هیڅ قسم سزا یادونه نه وي سوې او یوازي د فدیې ورکولو، چي هغه د یوه مسکین د مړولو او یا یوه غریب ته د ۲ کیلو ګرامو غنمو په ورکولو اکتفا سوې وي او حتی د ۶۰ روژو د نیولو د کفارې یادونه نه وي سوې نو هبت الله څوک دی چي یوه مسلمان د ۲۰ درو وهل کېدلو او دوې میاشتي بند تعزیري سزا ټاکلو حق ځانته ورکوي؟
د سزا نامې په پنځم ویشتم مخ کي اته پنځوسمه ماده وايي:
قاضي دي مرتده ښځه د اسلام د قبلولو په غرض په حبس ابد او په هرو دریو ورځو کي په لس لس دُرو وهلو سره محکومه کړي.
کله چي په قرآن شریف کي د ارتداد لپاره اصلاً د سزا یادونه نه وي سوې اویوازي د آخرت د سختو عذابونو وعده ورکړه سوې وي نو هبت الله دا ظالمانه حکم چي په بشپړه توګه وحشیانه دی له کومه کړی دی؟
پر دې ټولو خبرو برسېره یوه بله خبر ه درته لیکم هغه دا چي ما د خپلودغو مضامینو په دوهمه برخه کي درته لیکلي وه چي هغه ورځ لیري نه ده چي طالبان به په پوهنتون کي د عصري علومو ځای د مدرسو نصاب ته ورکړي او پوهنتونونه به په مدرسودرته تبدیل کړي دا دی د فبروري پر دوهمه نیټه طالبانو د هبت الله فرمان صادرکړی دی او لیکي:
« د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ د کابل طبي پوهنتون تر چترلاندي د نبوي سنتي طب پوهنځی منظور شو. د لوړه زده کړو وزارت وايی د دغه حکم ترڅنګ بې تشکیل هم منظور شوی دی»
پر دې خبر باندي نوره تبصره په کار نه ده یو ځل ټول خپل سرونه ګرېوانونو ته ټیټ کړی او پوښتنه وکړی. نبوي سنتي طب څشي دی؟ او له نوي عصري طب سره به څه اړیکي ولري. نور نو هیڅ تبصرو ته ضرورت نه پیدا کیږي.
زه د دریم ځل لپاره بیا هم له ټولو هغو افغان لیکوالانو او څېړونکو څخه چي په بهر کي ژوند کوي او د طالبانو زور نه په رسیږي هیله کوم چي د طالبانو د دې ظالمانه سزا نامې تو د تورو ناپایه تیارو پر لور د ګران افعانستان د روانولو په برخه کي چوپ پاته نه سي او په هر ډول چي کېدلای سي خپل عکس العمل وښيي.