حبيب الله غمخور

 

 

سويډن // دمالمو ښار

۱۴۰۴ ل کال دغبرګولی ۲۴ مه

 

دموردورځی په مناسبت ددوستی فرهنگي ټولني دمبارکي  پیغام

 

دموردورځی په مناسبت داپيغام دپېژندل سوی شاعرسرتېر صاحب دشعر پدې څو بيتوپيلوم کو م چې دهمدې ورځ په وياړ یې ليکلی دی :

موري!

مورې خداي دې وبخښه يادېږې مي

ډېره راته گرانه  یې خوښېږې مي

اوه واړه جنت دې مکان اوسه

گلونو کي پوخلی دې ټول ځان اوسه

غواړم چې بيرغ دخپل هيواد دي کړم

فخر ددې خاوري او اولاد دي کړم

غواړم چې جوغه داسيادي کړم

وياړ دانسانيت اوددنيادي کړم

وياړ دي پر پوړنی دافغان موري

اي داحمد شاه او ميرويس خان موري

روح دي په باغونو کي دجنت اوسه

خاوري دي گلونه دفرهت اوسه

درنو هيوادوالو!

نن په هيوادکي دهغې مور ورځ  ده دکومي چې چيغو يې عرش عظيم لړزولی .

روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان مبارک باد

روزپرمیمنت مادر این نمادمهربانی وعطوفت رابه تمام مادران بزرګوار ورنجد يده مهین مادرهرکجاي جهان که هستيدتبریک وتهنیت ګفته ارزوی صحت،سلا متی وبهروزي شما مادرا ن عزیز را تمنا دارم  .

درنو ميندو اوخوندو !

تر هر څه وړاندي تاسو پتمنوميندو اوخوندو ته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دموردنيکمرغه او تاريخي ورځې درارسېدوله امله دزړه له کومي مبارکی او نيکو هېلو په وړاندې کولوسره تاسو ټولو باغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوم .

درنو دوستا نو!

زموږ د هيواد په کالهينداره کښي د شاوخوا نهو لسېزوراپدې خوا دجوزا دمياشتي (( ۲۴ )) دمور دورځی په نوم لمانځنې ته ځانگړې سوېده اوددې ورځې په مناسبت  دهيواد په پلازمېنه او دولايتونو په مرکزونوکي غونډي اوکنفرانسونه جوړېدل.

زموږ په هيوادکښي تر ډيره بريده دمور ورځ په دولتی اوتشريفاتي بڼه لمانځل سوېده،ځکه زموږ دولس غوځ اکثريت نالوستی دي،پدې خاطر دنوري نړۍدخلکو پشان دمور دورځي ياد اوپدې ورځ هغې ته دمبارکيو په ويلو سره ډالۍ ورکول يوازي په هغو کورنيو کښي ترسره کيږي کوم چي دسواد له نعمت نه برخمن وي اوپدې پوه وی چې بايد پدې ورځ د مورځانگړی درناوی وشی.

 متاسفانه په حقيقت کښي تراوسه لا دکليمې په واقعی مفهوم زموږ دهيواد ښځو ته دهيواد په سياسي، اقتصادي، اجتماعي اوفرهنگي ژوند کي دفعال او برابر گډون امکانات ندي برابرسوی.اوس خو یې گورو چي زموږ دلوڼو او خويندو پر وړاندي دا شاوخوا څلورکاله پوره سول چې دتعليم او تحصيل دروازې تړل سوی اودښځو دکار او ټولنيز فعاليت په اړوند پاټکونه جوړسوی دي.

په ټولنيز ژوندکښي دښځودفعال گډون په وړاندي دهمدې تپل سووحاکمو چارواکو اوزور واکانو لخواپه يوه اوبله بڼۀ او بهانه تور اوتاريک پاټکونه جوړېږي اوددوي پر وړاندي دقرون اولا وحشی کړنوته د عدالت نوم ورکوی .غواړی چې زموږ خوندي اومندي دمنځنيو پېړيو په دودله هرڅه نه محرومي اوشاته پاته په روانی زندان کي ژوند ولري.

رښتياخوداده چې زموږ ميندي اوخوندي ترهرچازيات په ډيرو بدو اوزړه بوږ نونکو شرايطو کي ژوندکوي چې تاريخ یې بېلگه نلري . ترڅلورو لسيزو زياتی مودې راهسی زموږ مور دغم پرلمڅي په سرو اوښکوناسته ده،چيغو یې آسمانونه اوعرش عظيم ولړزاوه خودې بې خبرو اوځان غوښتنکو پرې رحم ونکړ اونه یې همدا اوس کوي.

په سويډن کې  ددوستی فرهنگی  ټولنه پر ملي شخصيتونو،سياسي اوټولنيز سازمانو،مدني ټولنو دبشردحقوقونړيوال سازمان اونورواړونده نړيوالوسازمانو ږغ کوی چې په افغانستان کښي دمور اوماشوم دژوند دې زورونکی او دبشر دحقوقو خلاف حالت اوددوي انساني حقوقو پايمالېدوته جدي عملی پاملرنه وکړئ اوزموږ دهيواد دزورېدلی ولس،ميندو ،خوندو اولوڼو دې زورونکی حالت  ته دپاي ټکی کښېږدئ، زموږ ولس له جگړې او دې روان وحشت نه بې اندازې زيات ستړی سوی دئ.

افغانانوته دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت بايدوی، راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړو اوددويته دخوښ ،هوسا اوبسيا ژوند هرډول امکانات او شرايط برابرکړو.

ومن الله التوفيق

ددوستی فرهنگی ټولنې مشر حبيب الله غمخور

 

 

 

 


بالا
 
بازگش